معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو افغانستان کې د روږدو کسانو د درمنلې له مرکزونو سره د مرستې ژمنه کړې

ملګرو ملتونو افغانستان کې د روږدو کسانو د درمنلې له مرکزونو سره د مرستې ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
ملګرو ملتونو کې له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې په ټول افغانستان کې به د نشه يي توکو د روږدو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره مالي مرسته وکړي.
دوی په تویټ کې زیاته کړې، چې افغانستان کې له دغو مرکزونو سره همکارۍ او لاسنیوي ته ژمن دي.
تر دې وړاندې د ابن سینا د روږدو کسانو د درملنې د زر بستریز مرکز مسوولینو ویلي وو، چې په دغه مرکز کې نږدې ۸ زره په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
د دغه مرکز مشر له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي وو، چې د درملنې د اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په راتګ سره له بېلابېلو ولایاتو پر نشه یي توکو زرګونه کسان راټول او د درملنې په موخه اړوندو مرکزونو ته واستول شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس