کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۴):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو ته د افغانستان او میانمار څخه د نویو استازو د لېږلو پریکړه د دویم ځل لپاره وځنډول شوه.
ډیپلوماټانو ویلي چې د اوس لپاره به د دغو هېوادونو پخواني استازي په خپلو څوکیو پاتې شي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د جمعې په ورځ دغه راپور تصویب کړي.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د اوسنۍ پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی و، چې دغه سازمان تر اوسه نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ
د افغانستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له استازو څخه ۱۹۸ غړي لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/