معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، مارټېن ګرېفټس پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان ته له پاکستانه د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره یې ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
نوموړی وايي، د روان زېږدیز کال د سپټمبر له نیمايي راهیسې ۳ لکو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
ګرېفټس وايي، دغه ۱۰ میلیونه ډالر یې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د مرکزي صندوق څخه ځانګړې کړي او تمه ده چې افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو ته مرستي برابرې کړي او د هغوی بنسټیزې بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس