معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / ملګرو ملتونو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییلي پوځ لخوا هوایي او ځمکنیو عملیاتو زور اخیستی، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په دغه سیمه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له محاصره شويو خلکو سره ټېلفوني اړیکې پرې شوي دي.
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو د پراخېدو له اعلان سره سم، حماس هم ویلي، چمتو دي چې په بشپړ ځواک اسراییلي بریدونه په شا وتمبوي، خو په خبره یې چې اسراییلیان خپلو بریدونو کې ولسي ځایونه او وګړي په نښه کوي.
دغه سیمه کې د هوايي بمبار له ډېرېدو سره د پراخې مرګ‌ – ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس