معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغانستان په تړاو په شویو خبرو بښنه وغوښته

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغانستان په تړاو په شویو خبرو بښنه وغوښته

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته د پاکستان استازي منیر احمد افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه هغه بندیزونه چې د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي، ‌د پښتنو د کلتور یوه برخه وګڼله، په لر او بر کې یې د یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه د افغانانو سخت غبرګونونه راوپارول.
د خلکو له کلکو غبرګونونو وروسته نوموړي تېره ورځ د نجونو د زده کړو په اړه د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې ده.
نوموړي ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو په اړه په خپلو شویو څرګندونو بښنه غواړي او دا په ډاګه کوي چې زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.
د سرپرست افغان حکومت له لوري پر نجونو د تعلیم او تحصیل بندښت په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي دي، خو افغان چارواکو ویلي، نجونو ته تر اسلامي شرایطو لاندې د زده کړو په برابرولو یې هڅې روانې کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس