معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو کې د چین او روسیې استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړي

ملګرو ملتونو کې د چین او روسیې استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د روسیې او چین استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړي.

په یاده ناسته کې د چین استازي فو کونګ ویلي، افغانستان دا مهال په یو حیاتي پړاو کې دی او نړیواله ټولنې دې سملاسي د دغه هېواد د ودې، نشه‌ يي توکو د کنټرول او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر لګښتونه برابر کړي.

نوموړي د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت غځولو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا له دغه هېواده د ملګرو ملتونو د قوي ملاتړ ښودنه کوي.

بل لور په دې ناسته کې د روسیې مرستیالې استازې انا یویستیګنیو ویلي، د یوناما او افغان حکومت ترمنځ همکاري اړینه ده.

نوموړې زیاته کړې چې په افغانستان کې پایداره سوله یوې جامع او واقعي تګلارې پورې اړه لري.

د یادونې وړ ده چې د دې ناستې پرمهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس