معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو یوځل بیا افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو یوځل بیا افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکړی، چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلي، افغانستان کې ورځ تر بلې د لوږې زیادښت اندېښنې زېږولي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره ورځ بیا وویل، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونه ۸ لکه کسانو ته زیات شوی دی.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دوی د روان زېږدیز کال تر پای پورې د خپلو خوراکي توکو مرستې رسونې لپاره نږدې ۹ سوه میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس