معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو ۲۰۲۵ کال کې د ملتونو تر منځ دیووالي غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو ۲۰۲۵ کال کې د ملتونو تر منځ دیووالي غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سر منشي، انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۵ کال لپاره د نوي کال پیغام کې د ۲۰۲۴ کال ستونزو ته اشاره کړې او راتلونکي کې یې د ملتونو ترمنځ د یووالي غوښتنه کړې.

هغه ویلي، جګړو، نابرابرۍ او اقلیمي بدلون نړۍ له سختو ازموینو سره مخ کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې ۲۰۲۵ کال به د ملتونو لپاره د یووالي او ګډ کار پیل وي.

ګوترېش ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په موخه، ګډې هڅې کولای شي نړۍ له تباهۍ را وګرځوي او د سولې، برابرۍ او ټیکاو لپاره نوې هیلې ژوندۍ وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې نن د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې لومړۍ نېټه ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس