معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه د افغانستان مختلفو سیمو ته د بشري مرستو د لېږد خبر ورکوي:

ملګري ملتونه د افغانستان مختلفو سیمو ته د بشري مرستو د لېږد خبر ورکوي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۵):
ملګرو ملتونو ویلي، د ژمي لپاره یې لسګونه زره ټنه خوراکي توکي، درمل او طبي وسایل د افغانستان بېلابېلو سیمو ته رسولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) زیاته کړې، چې د ژمي لپاره یې په ۸۷ ولسواليو کې ۱۰۰ زره مټريک ټنه خوراکي توکي او په ۳۰۰ روغتيايي مرکزونو کې ۶۹۳ مټريک ټنه درمل او طبي وسايل ځای پر ځای کړي.
ملګري ملتونه په داسې مهال د دغو بشري مرستو د لېږد خبر ورکوي چې دې وروستیو کې د بې کارۍ لۀ امله ډېری افغانان له بد اقتصادي وضعیت سره مخ شوي دي.
اوس د ژمي په را رسېدو سره د لومړنیو اسانتیاوو نشتون لۀ امله د دغه ډول ډېری افغانانو ژوند تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس