کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ور سره ژمنه کړې، چې له مرکزي بانک سره به همکاري کوي
د افغانستان مرکزي بانک ادارې د سټیفن روډریګز په حواله لیکلي، چې ملګري ملتونه د افغانستان له مرکزي بانک سره د بانکدارۍ، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د الکترونیکي تذکرو او یو شمېر نورو برخو کې همکاري کوي.
تر اوسه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له سرپرست حکومت سره د دغه پروګرام د مشر د ژمنو په اړه څه نه دي ویلي
د افغانستان بانک مسوولین په داسې حال کې خلکو او سوداګرو ته د امکاناتو د برابرولو خبر ورکړی، چې پرون په کندهار کې د اسعارو د سوداګريز مارکیټ صرافانو ويلي وو، چې د دغه بانک له لوري د جوازونو په برخه کې نوي سخت شرایط نه شي پوره کولی او دغه لوی سوداګريز مارکیټ له کړکېچ سره مخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/