معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، له پاکستانه راستانه شویو زرګونو کډوالو سره یې مرسته کړې

ملګري ملتونه وایي، له پاکستانه راستانه شویو زرګونو کډوالو سره یې مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د مې له میاشتې راهیسې یې ټیمونو د کندهار په سپین بولدک کې په ټرانزیټي مرکز کې ۷ زره ۳۶ نویو راستنو شویو ته له رسېدو وروسته مرستې برابرې کړي دي.
د IOM ادارې پرون په یوه ټویټ کې دا خبره کړې، خو د دغو مرستو نور جزییات یې نه‌ دي ورکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان راستنېدونکي افغان کډوال یو له ډېرو زیان ګالو ډلو څخه بللي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي و، چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو له ۱ میلیون او ۳ لکه زیات کسان بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس