معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، مرستندویه ټیمونه یې افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي

ملګري ملتونه وایي، مرستندویه ټیمونه یې افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسانو ژوند اخیستی، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.
دوی ویلي، چې د خوراکي موادو نړیوال پروګرام ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي، وضعیت ارزوي څو زیانمنو شویو خلکو ته د خوراکي موادو بېړنۍ مرستې ورسوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم پر خپل ټویټر ویلي، چې د دوی مرستندویه ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې دي، څو اوښتي زیانونه معلوم او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
وروستيو سېلابونو کابل، خوست، غزني، کونړ، پکتیا، نورستان او ننګرهار کې هم ځینې سیمې ځپلي، خو تر ټولو دروند زیان یې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې اړولی چې د ځايي چارواکو په وینا د تندورې کلي کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند اخیستی، ۱۵ نور یې ټپیان کړي او ګڼې نورې ویجاړۍ یې هم رامنځته کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس