معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / موسسو کې د ښځینه وو د کار لپاره پر مناسبې شرعي لارې غور کیږي

موسسو کې د ښځینه وو د کار لپاره پر مناسبې شرعي لارې غور کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې په نادولتي موسسو کې د ښځینه وو پر کار بندیز ولګېد، ډېری بهرنيو سازمانونو دغه پرېکړه وغندله. اوس ګهیځ ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د حکومت مشران د دغې ستونزې د حل لپاره پر مناسبې شرعي حل لارې غور کوي.
سرچینې ګهیځ ته زیاته کړې، چې د دغې ستونزې د حل په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال فران، د اوچا ادارې مرستیال محمد زید خاطر، د کډوالو چارو ادارې مرستیالې یومیکو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د بشري مرستو پر څرنګوالي، رامنځته شویو ستونزو او د هغې په حل لارو خبرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال فران دې کتنه کې سرپرست افغان حکومت ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.
نوموړي زیاته کړې چې دوی د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او عنعناتو ته درناوی لري او د همدې درناوي په درلودلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دې کتنه کې د کډوالو وزیر ډاډ ورکړی چې د شریعت په چوکاټ کې به ژر داسې تګلاره جوړه شي، چې دغه ټولې ستونزې هوارې کړي.
افغانستان کې پر نادولتي موسسو باندې د ښځینه کارکوونکو تر بندیز وروسته د د یادو موسسو یو شمېر مسوولینو ویلي، دې بندیز دوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړي او غواړي، چې له قانوني لارې دغو مشکلاتو ته حل لاره وموندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس