معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / میدان وردګو کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي

میدان وردګو کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ دښت ټوپ سیمه کې د یو ناچاوده توکي چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ویلي، چې دا چاودنه پرون تر غرمې وروسته په شاوخوا دریو بجو شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د پېښې قرباني شویو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم وو.
نوموړي ویلي، چې د پېښې ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په میدان وردګو ولایت کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کیږي.
د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تېر یو کال په ترڅ کې سلګونه کسانو ته د ناچاودو توکو د چاودنو له امله مرګ_ژوبله اوښتې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس