معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نتانیاهو ایران باندې برید تصویب کړ

نتانیاهو ایران باندې برید تصویب کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ایران کې پر یو شمېر هدفونو باندې برید تصویب کړی.

د ABC نیوز رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې نتانیاهو د ایران د ځینو هدفونو د برید فهرست تایید کړی.

دغه امریکایي رسنۍ لیکلي، چې سرچینې یې د دې موضوع په اړه له نورو جزییاتو له ورکړې ډډه کړې.

تر اوسه د دغو بریدونو لپاره کره وخت نه دی ټاکل شوی، خو له دې مخکې CNN ادعا کړې وه، چې دا بریدونه به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نه مخکې ترسره شي.

دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وو، د تهران پر وړاندې د تل‌ابیب هر اقدام ته به داسې ځواب ورکړي، چې هغوی به پښېمانه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس