معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار مېشتو وګړو د سوېډن د فعالیتونو ځنډولو پۀ اړه د افغان حکومت د اقدام هرکلی وکړ

ننګرهار مېشتو وګړو د سوېډن د فعالیتونو ځنډولو پۀ اړه د افغان حکومت د اقدام هرکلی وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
افغان حکومت په یو تازه اقدام کې د ټول هېواد پۀ کچه د سوېډن هېواد هر ډول فعالیتونه وځنډول.
د حکومت ویاند ذبـ.ـیـ.ـح الله مـ.ـجاهـ.ـد ویلي، چې دغه پرېکړه یې سوېډن کې د قران کریم سوځونې په غبرګون کې کړې او تر څو چې یاد هېواد له اسلامۍ نړۍ بښنه ونه غواړي، افغانستان کې به یې فعالیتونه ځنډول شوي وي.
ننګرهار مېشتو وګړو د افغان حکومت د دغه دریځ هرکلی وکړ.
د افغان حکومت له لوري په دغه خپره شوې اعلامیه کې همدا راز له نورو اسلامي هېوادونو هم غوښتنه شوې، چې د سوېډن هېواد سره پر خپلو لرلو اړیکو غور وکړي.
ننګرهار مېشتي وګړي هم د اسلامي نړۍ پر هېوادونو د ورته اقدام غږ کوي.
سویډن کې یو تن چې ویل کیږي اصلاً عراقی و، د لوی اختر په لومړی ورځ یې د قران کریم سپکاوی وکړ، چې ځایي پولیسو له لوري یې امنیت هم نیول شوی و.
د نوموړي دغه اقدام د مسلمانانو له کلک غبرګون او غندنې سره مخ شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس