کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند مسوولينو ته د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې امر کړی، چې په پاتې محدودو سيمو کې هم د راکړې – ورکړې پرمهال د پاکستانۍ کلدارۍ د کارونې مخنيوی وکړي او افغانۍ په بشپړ ډول ترويج کړي.
نوموړي ویلي، شينوار، سپين غر، اچين، لعلپوره، مومنددره، نازيان او دوربابا هغه ولسوالۍ دي، چې د کلدارو چلند په کې محدود شته، چې بايد په بشپړ ډول يې مخنيوی وشي او ټوله راکړه – ورکړه په افغانيو ترسره شي.
ننګرهار والي د ولايت مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی، د افغانستان بانک، صنعت او سوداګرۍ، جلال آباد ښاروالۍ، کانونو چارو، اطلاعاتو او کلتور، امنيې قوماندانۍ او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې په يادو ولسواليو کې د کلدارو مخنيوي او افغانيو بشپړ ترويج په موخه بېړني اقدامات ترسره کړي.
هغه دغه راز د يادو ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې اصنافو، سوداګرو، قومي مخورو او علمای کرامو سره عاجلې ناستې جوړې او د کالدارو مخنيوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي.
ننګرهار والي دغه راز د قيمتي ډبرو د قاچاق مخنيوي په موخه د ځانګړي ځای او مارکېټ په تنظيمولو هم سپارښتنې وکړې، چې مسوولينو په يادو برخو کې د مؤثرو اقداماتو ډاډ ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/