معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار ولایت کې حج فریضې ته تلونکو حجاجو د لارښوونې لپاره معلمینو څخه د آزموینې اخیستو پروسه پیل شوه

ننګرهار ولایت کې حج فریضې ته تلونکو حجاجو د لارښوونې لپاره معلمینو څخه د آزموینې اخیستو پروسه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په حج اوقافو ریاست کې حج فریضې ته د تلونکو حاجیانو لپاره د لا ښې لارښوونې په موخه له معلمینو څخه د آزموینې اخیستو پروسه رسما پیل شوه، چې یاده پروسه کې د لا شفافیت او روڼتیا لپاره د ننګرهار ولایت د حج اوقافو رییس او نورو مسوولینو سربېره د ننګرهار ولایت د مالي او اداري چارو رییس هم برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د حج او اوقافو رییس دغه مراسمو کې وویل چې سږ کال دغه ولایت کې د حجاجو د لارښوونې او خدماتو لپاره ۵۸۸ معلمینو نوملیکنه کړې، چې له یادې جملې به ۲۷ تنه آزموینه کې بریالي کسان د معلمینو په حېث د حجاجو خدمت او ښې لارښوونې ته لاره پیدا کړي.
د حج اوقافو رییس زیاته کړه، چې سږ کال ننګرهار ولایت ته ۱۲۳۹ تنه سهم ورکړل شوی، چې د حج فریضې لپاره به د تلو لار پیدا کوي. له دغې جملې ۱۰۰۲ تنه عام حجاج، ۲۱۰ تنه د اوسني نظام کسان او ۲۷ تنه معلمین حضور ولري.
د نوموړي په وینا حج ته د تلونکو حجاجو ثبت نام پروسه تېر کال ترسره شوې وه، چې په کې څه دپاسه ۴ زره کسانو ثبت نام کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس