معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د یوې خپلمنځي شخړې پرمهال د لاسي بم له امله دوه تنه ټپیان شوي

ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د یوې خپلمنځي شخړې پرمهال د لاسي بم له امله دوه تنه ټپیان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د يوې شخړې پر مهال دوه کسان ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې یاده پېښه د کوټ ولسوالۍ په قلعه ګانو سيمه کې د دوو وروڼو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د يادې شخړې پر مهال يادو کسانو ګرنيټ يا لاسي بم څخه استفاده کړې، چې په پايله کې دوه کسان ټپيان شوي دي.
د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د يادې پېښې ځای ته د کوټ ولسوالۍ امينې قومندانۍ پرسونل پر وخت رسېدلی، ټپيان يې لومړی د کوټ ولسوالۍ مرکزي روغتون ته او له هغې وروسته یې د ننګرهار ولايت حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
دوی ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو یې یو تورن کس هم نیولی، چې تر پوښتنو_ګروېګنو وروسته به رسماً عدلي او قضایې اورګانونو ته وسپارل شي
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس