معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې۴ سوه کورنیو ته ۱۶ کوهیانو رغنیزې چارې تکمیل شوې

ننګرهار کې۴ سوه کورنیو ته ۱۶ کوهیانو رغنیزې چارې تکمیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار په اتو ولسوالیو کې د ۱۶ کوهیانو چارې تکمیل شوې.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې ذکر شوي کوهیان د ترکیې هېواد په ۲،۷ ميلیونه افغانیو مالي او AWWAA مؤسسې په همکارۍ د دوه میاشتو موده کې تکمیل او د اړونده خلکو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
مسوولینو اړوند خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې د لاسي پمپونو او ساختماني چارو څخه دې دوامداره ساتنه وکړي، څو اوږد عمر لپاره په دې برخه کې له ستونزو څخه خلاص وي.
ځايي اوسېدونکو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مشرتابه څخه مننه وکړه چې د دوی ستونزو ته يې رسېدنه وکړه.
د ځایي خلکو په خبره تر دې وړاند اړ وو، چې د څکلو اوبو پسې په کیلو مټرو مزلونه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس