معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د الفت پۀ نوم یوې نوې راډيو پۀ فعالیت پیل وکړ

ننګرهار کې د الفت پۀ نوم یوې نوې راډيو پۀ فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر بنسټ د دغه ولایت په غني خېلو کې د حقیقت میډیا ګروپ لخوا د الفت په نوم یوې راډیویي رسنۍ رسماً په فعالیت باندې پیل وکړ.
د یادې راډیو پرانیست غونډې ته د ننګرهار اطلاعات او کلتور رییس، د اطلاعاتو امر او د ملي ټلوېزیون د امر ترڅنګ د مخابراتو رییس او نورو یو شمېر مسوولینو برخه لرله.
مسوولینو یاده پرانیست غونډه کې دغې راډیو او ننګرهار ولایت کې ټولو فعالو رسنیو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د رسنیو استازو بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د مسوولینو څخه د رسنیو فعالیت لپاره د ښۀ زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.
مسوولین وایي، د بیان ازادۍ ته ژمن دي او د ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د اسلامي اصولو او هېوادني عنعناتو پۀ چوکات کې خپل رسنیز فعالیت مخته وړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس