معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د تخریب شویو انجنیري کانالونو او سربندونو د سروی پروسه روانه ده

ننګرهار کې د تخریب شویو انجنیري کانالونو او سربندونو د سروی پروسه روانه ده

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جلال آباد ښار په ګډون یې د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تخریب شویو انجنیري کانالونو او سربندونو د ساتنې او مراقبت لپاره عمومي سروې پیل کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې د دې سروې له لارې به د یادو کانالونو او سربندونو تخریب شوې ساحې په اساسي ډول وارزول شي، څو په راتلونکي کې د ساتنې او بیارغونې پلانونه ورته جوړ شي.

دغه سروی چې څه موده وړاندې پیل شوې، ډېری ولسوالیو کې بشپړه شوې او پاتې سیمې به هم د یاد ریاست د انجنیرانو له لوري ژر تر ژره سروې او د ساتنې او مراقبت پلان کې به شامل شي.

د مسوولینو په وینا د دې پروسې موخه د اوبو د تنظیم او کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د موجوده انجنیري تاسیساتو ساتنه او بیارغونه ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس