معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت نیول شوی قیمتي مرغه آزادې فضاء ته خوشې شو

ننګرهار کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت نیول شوی قیمتي مرغه آزادې فضاء ته خوشې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ننګرهار کې د الوتکو د قاچاق مخنیوي کمېسیون یو قیمتي قاچاق کېدونکی مرغه آزادې فضا کې خوشې کړ.
د خبر پر بنسټ نیول شوی مرغه (باز) څو ورځې وړاندې په تورخم کې د استخباراتو ریاست مسوولینو له لوري نیول شوی و، چې نن د جلال آباد بحراباد دښته کې د رسنیو په شتون کې آزادې فضاء ته خوشې کړل شو.
د چاپېریال ساتنې ریاست مشر د دغه قاچاق مخنیوي په برخه له ټولو امنیتي ارګانونو مننه وکړه او د دغه ډول دوامدارې همکارۍ غوښتونکی شو.
د مسوولینو په وینا د نیول شوي مرغه قیمت شاوخوا ۲ میلیونه افغانۍ دی، چې په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېده.
په تېرو دوو کلونو کې شپږ داسې قیمتي مرغان چې له هېواده قاچاق کېده، له قاچاق کېدو وړاندې د امنیتي مسوولینو له لوري نیول شوي او آزادې فضاء ته خوشې کړل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس