معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د زرګونو متره کانالونو د پاکولو او جوړولو چارې پاى ته ورسېدې

ننګرهار کې د زرګونو متره کانالونو د پاکولو او جوړولو چارې پاى ته ورسېدې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۵ نېټه):
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د UNDP په مالي لګښت د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ۱۵ ورځو په ترڅ کې د ۴ زره متره کانالونو د پاکولو ترڅنګ ۲ سوه متره استنادي دېوالونه په پاخه ډول جوړول شول، چې چارې یې نن تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه کار په جریان کې ۱۹ سوه ۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوی وه. په یاد پرګرام کې هر کس ته د ۱۵ کاري ورځو وروسته ۶ زره ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د سیمې مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو د یادې پروژی تطبیق څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې که دا ډول پروژې دوامداره شي، نو کروندګرو ته به اسانتیا رامنځته او ځوانان به له بې کارۍ وژغورل شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یادې پروژې مسوول بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې نږدې وخت کې به ګڼ شمېر نورو کسانو ته هم په دې برخه کې د کار زمینه برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس