کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اکشن ایډ مؤسسې مسؤولینو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس سره د ترسره کړو او روانو کړنو په اړه د همغږۍ ناسته کړې.
دغه ناسته کې د یادې مؤسسې مسؤولینو ویلي، چې د ننګرهار په پنځو ولسوالیو (بټي کوټ، بهسود، هسکه مېنه، دره نور او خوږیانو) کې ۱۲۵ مېرمنو ته ۷۲۵ پایې شاتو مچیو صندوقونه ورکول کېږي.
د دوی په وینا د صندقونو هرې ګټې اخیستونکې ته ۵ پایې د شاتو مچیو صندوقونو سربېره د شاتو مچیو اړوند وسایل هم ورکول کېږي.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د مؤسسې مسؤولینو څخه مننه وکړه او ورته یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/