معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون په کار پیل وکړ

ننګرهار کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون په کار پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۱نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې د تصفيې کمېسيون په ټولو قطعاتو کې تصفیې چارې پیل کړې.
دغو مسوولینو زیاته کړې، چې د دغې کمېسیون مشري د ننګرهار ولايت د امنیې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز کوي.
د سرچینې په وینا د دغه کمېسیون مسوولیت او دنده به دا وي، څو د ټولو اورګانونو له صفوفو هغه کسان وباسي، چې مخکنۍ جرمي سابقه ولري او یا هم دمګړۍ په جرایمو کې ښکېل وي.
دغه کمېسیون به خپلې لومړنۍ چارې د جلال آباد ښار لومړۍ امنيتي حوزې څخه پیل کړي، چې په ترتيب سره به د جلال آباد ښار نهو امنيتي حوزو ته وغځول شي.
دغه کمېسیون به د جرمي سابقې درلودلو او دمګړۍ په جرمونو د ښکېلو کسانو ترڅنګ هغه کسان هم له صفوفو وباسي، چې کوم مهارت او وړتیا ونه لري، خو د خپلوۍ یا نورو اړیکو پر اساس صفونو ته داخل شوي وي.
د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې دغه کمېسیون د لوړ صلاحیت سره دغې ولایت کې خپلې چارې پیل کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس