کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د پيل شويو کنفرانسونو په لړۍ کې د جلال آباد ښاروالۍ د روان کال هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه د خپلو کړنو راپور له رسنيو سره شريک کړ.
د خبر پر بنسټ، په دې راپور کې د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ ته د ۵۸۵ ميليونه عوايدو هدف ټاکل شوی او دوی تر دې دمه ۴۵۳ ميليونه عوايد راټول کړي، د دوی په خبره داسې اټکل کوي چې په پاتې مياشتو کې به یې عوايد له ټاکل شوي هدف څخه هم لوړ شي.
د راپور له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ انکشافي پروژه ۳۶۰ ميليونه وه او ۱۸ مختلفې پروژې په بېلابېلو ناحيو کې ترسره کړې او ۱۸ پروژې بیا د ۱۴۰۱ کال څخه، چې انتقال شوې وې، هغه هم په روان کال کې ترسره شوي دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/