معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د کوږ په نوم نیول شوی نایابه وحشي حیوان ځنګلي چاپېریال ته خوشې شو

ننګرهار کې د کوږ په نوم نیول شوی نایابه وحشي حیوان ځنګلي چاپېریال ته خوشې شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، چې د ښېوې ولسوالۍ په کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم یو وحشي حیوان موده وړاندې د کوچیانو له خوا د اضرارو د مخنیوي په موخه نیول شوی او د امنیتي ارګانونو په همغږۍ چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوی و.

د دوی په وینا د یاد حیوان روغتیايي وضعیت ته په کتو تر د درملنې وروسته د وحشي حیواناتو او الوتونکو د خوشې کولو لپاره د ټاکل شوې ګډې کمېټې د غړو په شتون کې خپل اصلي چاپېریال ته خوشې شو.

دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشي حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لري.

د چاپېریال ساتنې ریاست له ځایي خلکو او امنیتي مسوولینو مننه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د وحشي حیواناتو او الوتونکو د اضرارو ترڅنګ د هغوی ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزراء د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د وحشي حیواناتو او الوتونکو ښکار او قاچاق منع دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس