کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې ۱۲۰ میلیونه ۴۲۸ زره ۱۱۵ افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو ۲۲ شبکې جوړیږي.
رسنیز دفتر ویلي، د دغو شبکو د جوړولو هوکړه یې له یونېسف ادارې سره لاسلیک کړه، چې د همدې موسسې په مالي ملاتړ به ورغول شي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي قسمت الله مبارز ټینګار کړی، چې ټولې پروژې باید د انجینری معیارونو مطابق د ټاکل شوي مهالوېش په اساس لوړ کېفیت باندې ترسره شي.
نوموړي قراردادي شرکتونو ته ډاډ ورکړ، چې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې به د تخنیکي ټیم ترڅنګ وي او ورسره به لازمه همکاري کوي.
یادې شبکې به د متوازن پراختیايي پلان پر اساس د اچین، نازیان، خوږیاڼو، حصارک، پچیراګام، بټي کوټ، شینوارو، سپین غر، مومندره، دوربابا، چپرهار، کوټ، رودات، ګوشتې، سرخرود، دره نور او بهسود ولسوالیو کې پلي کیږي.
د مسوولینو په وینا د پروژې له بشپړېدو سره به د یادو سیمو ۹ زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/