معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو اته شبکې جوړیږي

ننګرهار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو اته شبکې جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دغه ولایت په کامې او بهسودو ولسوالیو کې ځمکو ته د اوبو رسولو د اتو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، د یادو شبکو په مرسته به ۲۰۰ جریبه هغه ځمکې چې اوبه ورته نه رسېدې او د کانال له سطحې په لوړه ارتفاع کې پرتې وې، خړوبې شي.

نوموړې زیاته کړې، د اوبو هره شبکه د ۳۵ زره لیټرو اوبو د ساتلو ظرفیت لري، چې د لمریزو تختو په مرسته به د کانال  څخه اوبه شبکو ته او له هغه ځایه به په منظم ډول ځمکو ته ووېشل شي.

د یاد ریاست د رسنیز دفتر په وینا د دغو شبکو په جوړېدو کې د سیمې ۱۵۰ تنو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

دغه اته شبکې چې د UNDP په مالي لګښت او د نصرت صاحبزاده ساختماني شرکت په تخنیکي همکارۍ جوړیږي، موخه یې د اوبو ښه مدیریت، د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس