معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې پانګونه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېره شوې

ننګرهار کې پانګونه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلي، چې د تېر کال په پرتله دې ولایت کې د پانګونې کچه له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنې پورې لوړه شوې ده.

د ننګرهار سوداګرۍ خونه بیا ډاډمن امنیت، د چارو شفافیت او د سوداګرۍ په برخه کې ښه مدریت د پانګونې د ډېرښت اصلي لاملونه ګڼي.

پانکوال هم دغه ولایت کې پر پانګونې خوښ دي.

دوی له نورو هغو پانکوالو هم چې له هېواده بهر دي، غوښتنه کوي څو خپلې پانګې هېواد کې دننه په کار واچوي.

ننګرهار کې په داسې مهال د پانګونې د ډېر خبر ورکول کیږي، چې څو ورځې وړاند د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال هم سوداګرو او صنعت کارانو ته د لا پرمختګ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دوی هرې ستونزې ته به په وخت سره رسېدنه کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس