کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د درېیم فارم ۹۴ نمره ځمکه باندې پر ۵۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړیږي.
د راپور پر بنسټ، د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو زیاته کړې، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د یاد شرکت له لوري پر ۱۸ زره او ۲ سوه جریبه ځمکه د مالټو نوې بڼونه جوړې شوې دي، چې ورسره په دې ولایت کې د ستروسو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.
مسوولینو ویلي، چې د مالټو د بڼونو جوړولو موخه هېواد د ستروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د ستروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړیږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په مستقیم او سلګونو کسانو ته په غیرې مستقم ډول د کار زمینه هم برابريږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/