کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک ويلي، د دغه بانک د قانون له مخې یې په ننګرهار ولایت کې ۱۱۸ میلیونه ۸ لکه او ۵۵ زره زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په سوځول شویو پیسو کې له یوګون څخه نیولې تر زرګون پوري بانکنوټونه شامل وو.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه بانک مرستیال د دغو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له هېوادوالو غوښتي، څو په خپلو ورځنيو سوداګریزو راکړو – ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلي او د بانکنوټونو سمې ساتنې ته دې پاملرنه وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/