معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې ښوونکو ته د نمرو وېش يو ځل بيا پيل شو

ننګرهار کې ښوونکو ته د نمرو وېش يو ځل بيا پيل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جلال آباد ښار او ولسواليو اړوند چې اوسمهال د پوهنې رياست تر چتر لاندې نږدې ۲۲ زره ښوونکي او اداري کار کوونکي په دندو بوخت دي، دوی ته د استوګنو د نمرو د تعرفې د وېش لړۍ پيل شوه.
د ننګرهار پوهنې رياست د نشراتو امر ویلي، د ښوونکو سروې شروع شوې، څو معلومه کړي چې څومره ښوونکي له نمرو اخيستو پاتې دي.
نوموړي همدارنګه زياته کړې، هغه ښوونکي چې نوي مقرر شوي، ورته به د ځانګړې لايحې او شرايطو پر اساس نمرې ورکول شي.
ښوونکي بیا د ياد رياست دغه چاره يو ښه ګام بولي او د نمرو د ژر توزيع غوښتنه کوي.
دا وېش په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته دا لړۍ درېدلې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس