معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې یو زرنج قاچاقي درمل ونیول شول

ننګرهار کې یو زرنج قاچاقي درمل ونیول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۷ نېټه):
د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق بررسۍ او فارمیسۍ چارو ګډ ټیم جلال آباد ښار کې د زرنج پرمټ لېږدېدونکي قاچاقي درمل چې هېڅ ډول قانوني اسناد یې نه درلودل، ونیول.
د خبر له مخې نیول شوي توکي د عامې روغتیا ریاست مرکزي زېرمتون ته ولېږدول شول.
د عامې روغتیا مسوولینو یو بل خبر کې باختر آژانس ته ویلي، چې یاد ټیم درې بابه د درملو د شرکت نمایندګۍ هم بررسي کړې، چې په ترڅ کې یې ۴۰ قلمه شکمن درمل د یوې مودې لپاره قرنطین کړل او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د درملو اړین اسناد د بررسۍ ټیم ته حاضر کړي، څو خپل قرنطین شوي درمل بېرته ترلاسه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس