معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / نن افغان کرکټ لوبډله له اماراتو سره خپله درېیمه شل اوریزه لوبه کوي

نن افغان کرکټ لوبډله له اماراتو سره خپله درېیمه شل اوریزه لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به نن ماښام شپږ نیمې بجې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره شي.

د خبر پر بنسټ، د دواړو لوبډلو ترمنځ تر دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان د ۲۰۳ منډو لوی هدف ټاکلی و او د اماراتو لوبډلې یې په ۱۳۱ منډو وسوځوله، خو په دوهمه لوبه کې بیا افغانستان د ۱۶۷ منډو هدف ترلاسه نشو کړای او ټول لوبغاړي یې په ۱۵۵ منډو وسوځېدل. دا چې دا لوبلړۍ یو پر یو مساوي ده، نو نن ماښام د دواړو لوبډلو لپاره مهمه لوبه ده، ځکه چې ګټونکې لوبډله یې د لوبلړۍ ګټونکې اعلانیږي.

د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به له متحده عرب اماراتو سره تر دغو لوبو وروسته د هند په لوري حرکت وکړي او هلته به له کوربه هندوستان سره دری شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس