معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن او سبا د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه شوې

نن او سبا د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې نن او سبا د هېواد په ۱۸ ولایاتو کې د شدیدو اورښتونو وړاندوینه کړې ده.

د خبر پر بنسټ دغه ولایتونه بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بامیان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه ښودل شوي، چې په کې د تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

همدارنګه په شمالي، لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د توپانونو وړاندوینه شوې، چې چټکتیا يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلو مترو پورې ښودل شوې ده.

د اورښتونو دا اټکل په داسې مهال کیږي، چې د راپورونو له مخې د تېرې یوې شپې – ورځې پرمهال بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند بایللی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس