معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن او سبا د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د اورښتونو او سیلابونو اټکل شوی

نن او سبا د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د اورښتونو او سیلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا د هېواد په ځینو سیندي حوزو کې د اوبو د سطحې لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د خبر پر بنسټ، د دغې وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود او هلمند په سيندي حوزو کې اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک او غزني په سیندونو کې هم د اوبو د سطحې لوړېدو اټکل شوی دی.

تر دې وړاندې هم دغې ادارې تر سبا دوشنبې پورې په ۲۴ ولایتونو کې د درنو اورښتونو، واورې اورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی .

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس