کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار الحاج ملا عبدالجبار حکمت ویلي، تورخم لار نن دوهمه ورځ هم د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړلې ده.
ځایي سرچینو ویلي، چې د لارې بندېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته ولسونه له ستونزو سره مخ دي.
پاکستاني لوري دغه لار وړمه شپه د افغانستان لخوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې ده.
د تورخم کمیسار له ولسونو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دغې لارې له تلو – راتلو ډډه وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/