معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / نن د افغان لوبغاړو په شتون کې لس اوریز کرکټ لیګ پیلېږي

نن د افغان لوبغاړو په شتون کې لس اوریز کرکټ لیګ پیلېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د لس اوریز کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبغاړو په شتون سره پیلېږي.

د T10 لیګ په دې سوداګریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لوبغاړي برخه لري.

په سږني پړاو کې له افغانستانه، نوین الحق، قیس احمد، فضل حق فاروقي، اظهار الحق نوید، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، ظاهر خان، وقار سلیمانخېل، حضرت الله ځاځی، ضیاءالرحمان، رحمان الله ګربز او نور احمد هغه افغان لوبغاړي دي، چې له بېلابېلو لوبډلو سره به په دې لیګ کې ولوبیږي.

د دې لیګ سږنی اووم پړاو هم د تېر کال په بڼه ترسره کیږي، چې ۸ لوبډلې په کې ګډون لري او هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې  یو ځل مخامخ شي.

دا سیالۍ به له نن څخه د ډیسمبر تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس