معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره کیږي

نن د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د ترکی رسنیو د خبرونو له مخې نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ټاکنې ترسره کیږي.
د خبر له مخې ټاکنیز کمپاینونه تېره ورځ پای ته ورسېدل.
د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ښی اړخی ملتپال سیاستوال سنان اوغان به د ترکیې د نن ورځې په ټاکنو کې خپل بخت وازمويي.
رجب طیب اردوغان شل کاله په ترکیه کې سیاسي مزل کړی او اوس په دغو ټاکنو کې له سختې ازموینې سره مخ دی.
په ترکیه کې به له ولسمشریزو ټاکنو سره هم‌ مهاله پارلماني ټاکنې هم ترسره شي.
یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته درېدلي دي.
په ترکيه کې د افغانانو د ټولنو د پلټفورم رییس د هغو افغانانو شمېر چې د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري، نږدې یو لک تنه اعلان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس