معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د نومبر۲۰مه، د ماشومانو نړیواله ورځ ده

نن د نومبر۲۰مه، د ماشومانو نړیواله ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
په نړۍ کې د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کیږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونسېف ويلي، په هر ځاى کې د هر ماشوم د حقونو د خوندي کولو لپاره ځان ژمن بولي.
یونسېف تردې وړاندې د افغان ماشومانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه او ۳ لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اړمنو ماشومانو ته د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ کال په مخه د نږدې یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه چې لا یې نږدې نیمايي برخه ترلاسه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس