کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پولیو څخه خلاص افغانستان په نوم بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د دغه بنسټ په وینا یاد کمپاین به په کندهار، هلمند، اورزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترسره شي.
په دې کمپاین کې به د یادو ولایتونو پنځو کالو څخه کم عمره ټول ماشومان د پولیو ویروس په مقابل کې واکسین شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/