معماری
خانه / ګهیځ نیوز / نن د کرکټ نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې افغانستان له بنګلدېش سره لوبیږي

نن د کرکټ نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې افغانستان له بنګلدېش سره لوبیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملي لوبډله د اعلان شوي مهالوېش له مخې په خپله لومړۍ رسمي لوبه کې له بنګلدېش ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
دا د نړیوال جام درېیمه لوبه ده، چې ټاکل شوې د هند په درمشالا لوبغالې کې ترسره شي.
دواړه لوبډلې پخپلو منځو کې څو ځله سره لوبېدلي، چې په وروستي ځل پرې افغان لوبډله په بنګلدېش کې برلاسې شوې وه.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ لس غوره لوبډلې له یوه بل سره لوبیږي، چې په پام کې ده ټول ټال په کې ۴۸ لوبې د هند په ۱۲ مشهورو لوبغالو کې تر سره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، که کومه لوبډله له دې سیالیو یوه ګټي، نو دوی به ورته ۴۰ زره امریکايي ډالر د انعام په توګه ورکوي.
د دغه جام په پیلیزه لوبه کې نیوزلېنډ لوبډلې انګلېنډ ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.
افغانستان به دغه جام کې نهه سیالۍ ترسره کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس