کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې نن سه شنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کوي.
سرچینې ویلي، په دې خبرو کې به روسیې ته د اوکراین د ځمکنیو امتیازاتو او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د کنټرول په څېر مسایل مطرح شي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، هغه څه چې په اوکراین کې روان دي ښه نه دي، خو موږ به د سولې د یوې موافقې او اوربند لپاره هڅې وکړو.
د اوکراین د جګړې نږدې درې کاله پوره کیږي، خو دې وروستیو کې ورته د ډیپلوماتیکو حل لارو لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/