معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان ښوونځيو ته د نوي درسي کتابونه د وېش بهیر پیل شو

نورستان ښوونځيو ته د نوي درسي کتابونه د وېش بهیر پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
د نورستان ولايت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت ښونځيو زده کوونکو لپاره ۲ لکه ۴۷ زره ۲ سوه ټوکه نوي چاپ شوي درسي کتابونو سهمیه په پام کې نیول شوې، چې ۹۷ زره ۹ سوه ۴۱ ټوکه تدریسي کتابونه دوی ته سپارل شوي او پاتې نور کتابونه به په نږدې راتلونکي کې ترلاسه کړي.
مسوولینو زیاته کړې، چې مرکز او ولسواليو پوهني آمریتونو ته یې د دغو کتابونو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د نورستان پوهنې رییس مولوي تاج محمد مطمین وایي، په تېر کې یاد ولایت تدریسي کتابونو له سخت کمښت سره مخ وو، چې ډېر ښوونځي تدریسي کتابونو څخه محرم وو.
د دغه په خبره چې تر هلو_ځلو وروسته یې د یونسېف نړیوالې ادارې په همکارۍ سږکال د دې ولایت تدریسي کتابونو ستونزه سل سلنه حل شوې، چې اول نه تر دولسم ټولګیو پورې ټول زده کوونکي به کتاب ته لاسرسی ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس