معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې د سېلانیانو لپاره د سیمې پر کچه تر ټولو د لیرې فاصلې زانګو جوړیږي

نورستان کې د سېلانیانو لپاره د سیمې پر کچه تر ټولو د لیرې فاصلې زانګو جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د نورستان ولایت له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د ولایتي ادارې په هلو_ځلو د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې افغان تور شرکت غواړي راتلونکي لمریز کال په دغه ولایت کې یو داسې زانګو جوړه کړي، چې د سیمې په کچه به بې سارې وي.
د یاد ټیم انجینرانو په وینا دغه زانګو به ۱۵ سوه متره اوږده د یو کیلو متر په لوړوالي سره د پارون د ښار له پاسه دوه غرونو سره وصل شي.
د خبرپاڼې له قوله د نورستان اطلاعات او کلتور رییس ویلي، وزارت یې د دغې زانګو لپاره کافي بودیجه په پام کې نیولې ده او ټاکل شوې ده چې د دغې تخنیکي ټیم تر سروې وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
نورستان د هیواد په ختیځ کې په طبعي ډول ښکلی ولایت دی چې هر کال ورته زرګونه سېلانیان د چکر او تفریح لپاره ورځي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس