معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نيوزلېنډ له افغانستان سره د ۱۱ ميلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې

نيوزلېنډ له افغانستان سره د ۱۱ ميلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیوزلېنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا اعلان کړی، چې هېواد یې ملګرو ملتونو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکوي، څو په افغانستان کې یې پر بشري چارو ولګوي.
نوموړې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له سخت بشري بحران سره مخامخ دی او په دریو کې څه باندې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړ دي.
د نوموړې په خبره د خوراکي توکو د نه مصوونیت ترڅنګ افغانان طبي خدماتو، د څښاک پاکو اوبو او زده کړو ته سخته اړتیا لري.
ماهوتا همدا راز ویلي، چې نیوزلېنډ له افغانانو سره د مرستو دوام ته ځان ژمن ګڼي او له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنه ښيي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس