کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د اروپایي ټولنې په ګډون د امریکا، کاناډا او د نورو دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه کډه اعلامیه کې له سرپرست افغان حکومته غوښتي، چې هر څه ژر دې په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه لغوه کړي.
دوی زیاته کړې چې د دغې پرېکړې په باقي پاتې کېدو سره به ډېری بشرپاله خیریه موسسې او سازمانونه له افغانستان څخه په کاري برخه کې لاس واخلي.
افغان لوري تر اوسه د دغو هېوادونو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/