معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک افغانستان کې پر اوږد مهاله پروژو د پانګونې غوښتنه کړې

نړیوال بانک افغانستان کې پر اوږد مهاله پروژو د پانګونې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ویلي، چې افغانستان باید له بېړنیو مرستو ورهاخوا پر اوږد مهاله پروژو پانګونه وکړي، چې دوام ولري.

د یاد بانک په وینا، که څه هم بېړنۍ مرستې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې دي، خو د خوړو د خوندیتوب د دوامداره ثبات لپاره نورو حل لارو ته اړتیا ده.

دې بانک په دغه راپور کې زیاته کړې، چې افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخامخ دی او د دې هېواد په میلیونونو وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، ۱۱.۶ میلیونه افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس ۲۵ سلنه جوړوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

د نړیوال بانک په وینا، اقلیمي بدلونونو دغه بحران لا پراخ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس